نړۍ

دسوچې دالمپيک سياليو ته د چاوديدونکو توکو دقاچاقو احتمال

مسکو بي بي سي  باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
امريکا  هغو هوايي شرکتونو ته  چې  دهغوي الوتکې  روسيې ته الوتنې کوي خبر
دارى ورکړى دى چې احتمال لري تروريستان به هلې ځلې وکړي چې  چاوديدونکي
توکې دغاښونو دکريم په ټيوپونو کې  روسيې ته قاچاق کړي .
دامريکا دکورني امنيت يومقام وويل :  دغه شان  توکي امکان  ديو بم په  جوړولو کې  وکارول شي  چې کولاى شي په الوتکه کې  او يا  دتور سمندرګې ترڅنګ دسوچي دژمنيو اولمپيک سيمې ته  درسيدو په وخت کې وچول شي .
که څه هم امريکا ويلي دي  چې اوس  دکوم مشخص ګواښ په باب اطلاع نه لري.
دروسيې  حکومتي ځواکونه دبشپړتيارسى په حال   کې دي  چې  دسوچي ښار
په  ژمنيو سياليو دياغيانو دهر راز احتمالي بريد مخه ونيسي .
ديوبل خبرله مخې :
دروسيې  جمهوررييس ولاديمير پوتين   داولمپيا کلي ته تللى دى او ويلي يې دي  چې روسيه د ٢٠١٤ ميلادي کال   دژمنيو سياليو کوربه توب ته چمتو ده .
دولاديمير پوتين له دغه اعلان سره  جوخت دالمپيک مشعل هم دسوچې ښار ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته