امنیت

په هلمند کې په طالبانو هوايي بريد وشو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
په هلمند ولايت کې تيره شپه  دهوايي بريد په نتيجه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دهلمند ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند محمدزمان همدرد  باختراژانس ته وويل په هغه هوايي بريد کې چې دهلمند ولايت دکجکي  او دنهر سراج دولسواليو په مربوطاتو کې په وسله والو طالبانو ترسره شول  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
همدرد زياته کړه چې په دې بريد کې  يوشمير نور وسله وال طالبان ټپيان شول .او د هغوى  دوه موټرسايکلونه ، او يوشمير جنګي وسايل  له منځه وړل شوي دي  اويوشمير نور جنګي وسايل  يې ترلاسه شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته