نړۍ

دآلمان په يوه ايالت کې دافغان پناه غوښتوونکو دايستلو بندول

برلين دويچه ويله باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دالمان د شلسويګ هولشتاين ايالت په لنډ مهاله توګه د ردوشويو افغان پناه
غوښتوونکو ايستل  بند کړي دي.
ددغه ايالت دمقاماتو دغه تصميم دهغه څه پرخلاف دي  چې فدرال دولت  په برلين کې  ورته په تمه دي .
باخترآژانس ددويچه ويلي له  خولې خبر راکړ :
پخوا انګلامرکل د دغه هېواد دشپاړلسو ايالتونو له وزيرانو سره  دمهاجرينو   په باب  موافقه کړې وه  .
دالمان د شلسويګ هولشتاين ايالت  اعلام وکړ دبشردوستانه دليلونونو له مخې افغانستان ته دردو شويو پناه غوښتوونکو ايستل په سملاسي ډول بند کړي دي.
د سوسيال دموکرات له  ګوند څخه  ددغه ايالت دکورنيو چارو وزير اشتيفان اشتوت   پرون په کيل ښار کې اعلام وکړ  افغانستان ته دپناه غوښتوونکو ليږل له نړيوالو ستندردونو په پام کې نيولو سره  دهغه حالت په خاطر چې په دغه هېواد کې شتون لري ، ممکن نه دي.
د شلسويګ هولشتاين ايالت لومړنى ايالت و چې پخوا يې دافغان مهاجرينو دايستلو دبندولو په برخه کې درې مياشتنې لنډې مودې لپاره يې تيارى اعلام کړى و او د فدرال دولت او دآلمان دنورو ايالتونو له مقاماتو څخه يې هم دملاتړ غوښتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته