امنیت

د هېواد په جنوب کې اووه تنه ځانمرګي بريدګر نيول شوي دي

قندهار باختر د وري د مياشتې ٢٨ مه
په قندهار ولايت کې د ملي امنيت مسوولينو د ځانمرګو بريدګرو د شبکې اووه تنه نيولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ځانمرګي بريدګر د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې نيول شوي دي.
باختر اژانس ته د قندهار د ملي امنيت له خوا په رسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې،دغو کسانو د قندهار په میوند، شاولیکوټ او خاکرېز ولسواليو کې پر امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو حملې کولې او په ښار کې يې پولیس او قومی مشران ترورول.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته