امنیت

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل –باختر د سلواغې د مياشتې ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د هېواد د امنیتي سکتور د همغږۍ اوونیزه غونډه جوړه شوه.
د ملي امنيت د سلاکار دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ملي امنیت شورا د مصوبو او لارښوونو په اړه د شویو پرمختګونو، له دښمن سره د مبارزې لپاره د ژمني پلان د تطبیق او د ملي امنیتي ځواکونو د همغږۍ او پياوړتيا په اړه مفصل بحث وشو. د هېواد د قول اردوګانو د لاسته راوړنو د راپورنو تر ارزولو وروسته په لرې پرتو سیمو کې د دښمن د ګواښونو او د موجودو قواوو پر احضاراتو هم بحث وشو.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست مسعود اندرابي، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست محمد نادر یما، د دغو ادارو د پالیسیو مرستیالانو او د غوڅ ملاتړ د ځواکونو مرستیال حضور درلود. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته