نړۍ

روسيې نړيوالوځواکو نوته ا جازه ورکړه چې خپل پوځى وسايل دهوا له لارې افغا نستان ته وليږد وي

١٦-مسکونيوکريلا باختر دچنګاښ١٠ مـــــــــــــه
روسيې دهوا له لارې افغا نستان ته دځوا کو نو دمالونو د ليږد ونې لپاره خپله موافقه څرګنده کړه
روسيې مقا ما تو پرون اعلام وکړ چې نا تو کولاي شي خپل حنګې وسايل دځمکى له لارې برسيره ددغه هيواد دفضا له لارې افغانستان ته وليږدوي
دا په داسي حال کې ده چې پا کستان د نا تو اکمالاتي لارې له امريکا سره دخپلو اړيکو  له ترينګلتيا وروسته وتړلى او امريکا متحدين يي افغا نستان ته د خپلو اکمالاتي کاروانونو لپاره شمال ټا کلى دې  درو سيې صدراعظم ديمتري مدويدوف د تيري سه شنبي په ورځ لارښوونه وکړه چې نا
توته اجازه ورکړي شي چې په ځمکني ترانزيتې لارې برسيره د نا تو ملکي اوپوځې کاروا نو نه د هوا له لارې هم افغا نستان ته وليږدول شى
پخوا رو سيې د نا تو د ملکي اوپوځى مالو نو د ليږد  ونې لپاره يواځې دځمکنې ترانزيت له لارې د تيريدو اجازه ورکړي وه خودروسيې په اجازه ليک کى ويل شوى وو چې افغا نستان ته دروسيې له لارې دنا تو دپوځې اوملکي مالو نو ليږدونه درو سيې دفدرالي حکومت دګمرکې قوا نينو او مقررا تو له مخې ترسره کيږي دغه راز ويل شوى دى چې افغا نستان ته د مالو نو دليږد ونې په بهير کې بايد رسمې سند مو جود وي
درو سيې دغه اقدام  د لويديځ له کلو نوکلو نوغو شتنې وروسته ترسره کيږي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته