امنیت

په غور کې دميړه له خوا دتښتيدلې ميرمنې وژل کيدل .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
په غور ولايت کې يوه ميرمن  له يوه سړي سره دتښتيدو په تور د خپل ميړه له خوا ووژل شوه .
   ويل کيږي عزيز ګله  پرون ناوخته  کله يې چې غوښتل يې دعلي په نامه  له يوه سړي   سره وتښتي دخپل ميړه نور احمد له خوا په ډزو سره ووژل شوه .
  درارسيدلو خبرونوله مخې  دغه ميرمن او سړي غوښتل له موټرسايکل  سره وتښتي چې دهغوى دسپرلۍ موټرسايکل په لاره کې ويجاړ شو او هغوى دسيمې دخلکو له خوا ونيول شول او بيرته ستانه کړى شول .
دغور ولايت دپوليسو يوه مسوول  باختراژانس ته خبر ورکړ دعزيزګلې ميړه دخپلې ميرمنې له تښتولو وروسته هغه په ډزو سره وژلې ده .
دى دخپلې ميرمنې له وژلو وروسته تښتيدلى  او ويل کيږي چې دده دنيولو لپاره دامنيني منسوبينو هلې ځلې پيل شوې دي .
دعزيز ګلې لومړي ميړه څوکاله مخکې مړ شوى و او له خپل دويم ميړه نوراحمد سره هم له تيښتې وروسته واده يې ورسره کړى و  دغې ميرمنې اوميړه دفيروزکوه  ښار ته څيرمه داهنګرانو په کلي  کې  ژوند کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته