ورزش

دنجونو د بايسکل ځغلولو ټيم لا هور ته ځي

کابل باختر د وري ٢٠ مــــــــه

د هيواد دنجونو د بايسکل ځغلولو ټيم د بايسکل ځغلولو په هغو دوستانه سياليو کې چې دپاکستان په لاهور ښار کې ترسره کيږي برخه اخلي

دغه سيالۍ د افغا نستان او پا کستان دملي ټيمو نو دلوبغاړو ترمنځ په لاهور ښار کې په دوو نوبتو نو کې ترسره کيږي

لو مړۍ لو به  به دديرشو کيلومترو په واټن په واټ کې ترسره شي او يوه بله لو به په ورزشي لوبغالى کې ترسره کيږي

دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رئيس محمد صادق صادقي باخترا ژانس ته وويل: دلا هور سيالۍ په بهر کې د افغان نجو نو دويمه سيالۍ ده ، هغوى پخوا هم په بنګله ديش کې سيالۍ تر سره کړى وى

خبرځاى زيا ته کړه : د لا هور په سياليو کې له ملي ټيم څخه شپږ نجونې کانديدې شوې او په تمرينو نو بو ختې دي

البته دغه سيالۍ به دوه ورځې دوام و کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته