امنیت

دارزګان په چوري کې دکلک هوډ عمليات پيل شول

کابل – باختردلړم درې ويشتمه
دکلک هوډ – شپږ په نامه عمليات په ارزګان ولايت کې دملي اردو دځواکونو له خوا پيل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ دغه عمليات چې پرون دارزګان ولايت دچوري ولسوالۍ دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي تراوسه دوام لري.
ويل کېږي ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال ياغيان نيول شوي او دتوغندي څلرويشت ماينونه، پنځه ميله سپکې وسلې ،اته ويشت بم غورځونکې ،يوه ايکم مخابره ډول ډول مهمات او دکلاشينکوف يو څلويښت شارژورو نه ترلاسه شوي دي.
دکلک هوډ- شپږ عمليات په هدف ته تررسيدو پوري دوام وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته