ورزش

دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دځوانانو دچارو دمعينيت  خبرتيا .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  دمصوونيت  او روزنې رياست  په پام کې لري  چې ددغه رياست په چوکاټ کې  دنجونو اوهلکانو لپاره دواليبال او فوټبال  ټيمونه جوړ کړي .
  له دې امله  هغو ټولو ځوانانو ته  چې په دغو څانګو کې  لازم مهارتونه لري او په دغو ټيمونوکې  دشموليت  علاقمند وي  خبرورکول کيږي  چې ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه  ترلسو ورځو پورې دې  له يوه عکس او دتابعيت دتذکرې  له کاپي سره  دنوم ليکنې په خاطرپه پل باغ عمومي کې  دکابل ولايت  استيناف محکمې ته څيرمه دځوانانو دمصوونيت او روزنې  رياست ته ورشي .
دغه راز  دزياتو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر  مينه وال کولى شي  له دغو ايميلونو [email protected] dmva/[email protected]
اويا له دغو077518060-020107360 شميرو سره اړيکي ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته