امنیت

شپږ تنه پاکستاني طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
شپږ تنه پاکستاني طالبان په کونړ ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه پرون ناوخته د دانګام ولسوالۍ ته څېرمه هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې  جګړه کې شپږ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: وسله وال طالبان  د يولړ تروريستي بريدونو دپلان جوړولو لپاره  د دانګام ولسوالۍ بازار ته څېرمه په خپل پټنځي کې راټول شوي وو چې د پوځيانوله خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د سرحدي پوليسو دغه جګپوړى قوماندان وايي چې پوځيانو د طالبانو په دغه پټنځي کې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته