امنیت

څلورویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په هلمند کې ۲۴ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول او ٦نور یې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په ډنډ، پنجوايي، ژيړي او ميوند ولسواليو کې هغه ونښتې چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پر کاروانونو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٢٤وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى جنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته