-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د ځوانانوچارو د معينيت خبرتيا
څرنګه چې د مني سمستر لپاره د ځوانانو چارو د معينيت له خوا د خصوصي لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو د تخفيف د اخستلو په مقصد زده کړې ته د مينه والو ځوانانو د معرفي کولو بهيربيا پيل شوى دى يوځل بيا ټولو مينه والو ځوانانو ته خبرورکول کېږي چې د نوم ليکنې اومعرفي کولو لپاره له دووعکسونو اود تابعيت د تذکرې له فوتوکاپي سره په پل باغ عمومي کې د ځوانانود چارو معينت ته ورشي .
د هغو خصوصي لوړو اونيمه لوړو موسسو لست چې د ځوانانو چاروله معينت سره قرار داد لري .
د دعوت پوهنتون، د غرجستان پوهنتون، د افغان پامير د لوړوزده کړو موسسه، د پيام د لوړوزده کړوموسسه، د ميوند د لوړو زده کړو موسسه ، د عروج د لوړو زده کړو ، د علامه د لوړو زده کړو موسسه ، د پيشګام د لوړوزده کړو موسسه، د اريانا د لوړو زده کړو موسسه ، د زاول د لوړو زده کړو موسسه، د راضي د لوړو زده کړو موسسه، د سپين غر د لوړو زده کړو موسسه، د قلم د لوړو زده کړو موسسه ، د وزير شاه ولي د لوړو زده کړو موسسه ، د غازي امان الله خان د لوړو زده کړوموسسه ،د ازهر د لوړو زده کړوموسسه ، د راه ابريشم د لوړوزده کړو موسسه، د شرق د لوړو زده کړوموسسه، د هيپوکرات د روغتيايي علومو انسيتتوت ، د شهره انستيتوت ، د رازي د روغتيا عالي انستيتوت، د فارابي د روغتيا عالي انستيتوت ، د حکيم ناصر خسرو بلخي د روغتيايي علومو انستيتوت اود نجات د روغتيايي علومو انستيتوت.
ختم _ ج _اکرم
2 1 دقیقه لوستل