امنیت

درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣ :
درې تنه نن په ننګرهار ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول.
پوليس وايي   دغو کسانو غوښتل  ٥٥ کيلو ګرامه چرس  نامعلوم ځاى ته وليږدوي   چې دسره رود ولسوالۍ دسرخاب پله  په ساحه کې  ونيول شول.
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمدشيرزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې نيول شويو کسانو دچرسو انډې  په مهارت سره  په يوه تراکتور کې ځاى پرځاى کړي و.
شيرزاد وايي  تراوسه  پورې دا  روښانه نه  ده چې دغو کسانو نشه يي توکي کوم  ځاى  ته ليږدول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته