کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥ :
په هرات کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن په هرات کې د سرخ پوشانو او اتفاق ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په هرات کې د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د پامير او انصاري ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ