کابل باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو ځواکونو دقندهار ، بدخشان او دکابل دولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه مشکوک کسان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې پنځلس ماينونه کشف او شنډ شوي دي او هم ددشمن يوه اندزه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې : دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي دندو په بهيرکې دملي اردو درې تنه ځواکونه په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل