سیاست

اجرائيه رئيس: افغان ډاکټران په سختو شرایطو کې د هېوادوالو خدمت کوي

کابل باختر د ثور اتمه :
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار د ډاکټرانو اتحادیې له غړو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د ډاکټرانو اتحادیې غړو د خپلو چارو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل. هغوی وویل، له دوی سره له ثبت شویو څه باندې څلور زره ډاکټرانو څخه یوولس سوه تنه ډاکټران د شخصي انجو ګانو په اډانه کې خدمت کوي، چې له ټولو دولتي امکاناتو او امتیازاتو بې برخې دي.
د دوی غوښتنه ټول هغه ډاکټران چې په انجوګانو کې د اجیر په توګه کار کوي باید په دولتي چوکاټ کې تعین بست شي څو له دولتي امتیازاتو برخمن شي.
هغوی همدارانګه په ننګرهار کې د یوه تخصصي روغتیايي انستیتوت د جوړې ژمنه هم وکړه، چې په معیاري ډول به محصلینو ته زده کړې ورکوي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د روغتیايي کارکوونکیو او ډاکټرانو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په سختو شرایطو کې افغان ډاکټران او روغتیاپالان د افغانانو ژوند ژغوري او خدمت یې کوي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې دا ستونزه ممکن په ټول هېواد کې وي. هغه وویل: ستاسو په غوښتنې غور او ارزونه کوو، په دې به په وزیرانو شورا او کابینه کې بحث وکړو او د قانون په رڼا کې به ټول ډاکټران له دولتي امتیازاتو برخمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته