ټولنه

له لس زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
په کابل کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي بېړنۍ کمېټې د کابل په پنځو ولسواليوکې پر ١٠ زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د کابل والي او د بېړنۍ کمېټې رييس محمد يعقوب حيدري د دغو توکو د وېش په وخت کې وويل: په دغو مرستوکې غنم او دال نخود شته چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له ستراتيژيکي زېرمو څخه برابره شوې او نن د موسهي، خاکجبار، چهارآسياب، ګلدرې او بګراميو ولسواليو پر خلکو وېشل کېږي.
هغه وويل: د ټاکلې ونډې له مخې، هرې ولسوالۍ ته ١٠٠ ټنه غنم او شپږ ټنه دال نخود ځانګړي شوي دي.
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې د کابل ښار په څلورو ناحيو کې پر يو شمېر بې وزلو کورنيو ٥٠٠ ټنه غنم وېشل شوي دي او دا مرستې د کابل په نورو ناحيو او ولسواليو کې په راتلونکو ورځوکې وېشل کېږي.
ختم -ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته