کابل -باخترد وږي دمياشتې ٨ :
دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمي رسول له خوا دقرغزستان جمهوريت ، سلواک جمهوريت ، تاجکستان جمهوريت اودازبکستان جمهوريت دملي ورځو لپاره ددغو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په نامه دمبارکي جلاجلا پيغامونه ليږل شوي دي .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختراژانس ته خبرورکړ: په دغو پيغامونو کې دمبارکيو دډيرو ښو مراتبو دڅرگندولو ترڅنګ دافغانستان اوددغو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پر لازيات ټينګښت اوپراختيا باندې ټينګار شوى دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ