ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د راډيو افغانستان لومړنې ښځينه ويانده ميرمن لطيفه کبير سراج د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په هجرت کې په حق رسيدلې ده.
ارواښادې لطيفې کبير سراج خپل عمر په روزنه، نطاقى او يو لړ فرهنګي او ټولنيزو کارونوکې تيرکړ. خدمتونه يې د قدر وړ او مړينه يې يوضايعه ده.
دخپلې ژورې خواخوږۍ اوډاډګيرنې مراتب د ارواښادې کورنۍ، دوستانو او دهيواد دفرهنګ کارکوونکو ته وړاندې کوم او د الله (ج ) له دربار څخه متوفى ته دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته