امنیت

په ننګرهار کې د ګډو افغان ځواکونو چاڼیز عملیات له لاسته راوړنو ډک دي

کابل باختر د مرغومې ۱۸ مه
د ننګرهار ولایت په غني خېلو او مومندرې ولسوالیو کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري پیل شوي چاڼيز عملیات له لاسته راوړنو ډک دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات د روانې میاشتې په لسمه نېټه پیل شوي چې لا هم دوام لري.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په تېرو څلرویشت ساعتو  کې  په پیل شویو عملیاتو کېد مومندرې  ولسوالۍ اړوند  کوزساګی ، برساګی ، دامان اود هزارناو سیمې د وسله  والو له  شتون څخه پاکې شوې دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته