کابل/ باختر دثور نولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د اندونيزيا جمهوريت له نوي سفير عارف رحمان سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د کرنې، روغتيا او د ظرفيتونو د لوړولو په برخوکې له افغانستان سره د اندونيزيا جمهوريت د همکاريو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان ليوال دى چې د پخلاينې او روغې جوړې په برخه کې د اندونيزيا له بډايو تجربوڅخه زده کړي.
وروسته د اندونيزيا جمهوريت نوي سفير د هغه اسلامي مرکز د جوړولو دکار د پرمختګ په باب چې د دغه هېواد په همکارۍ په کابل کې جوړيږي، خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د دغه اسلامي مرکز ترڅنګ د روغتون د جوړولو بودجه د دغه هېواد د دولت له خوا برابره شوې ده او د جوړولو کار به يې په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي .
د دغې کتنې په دوام دواړو لورو د هغو موافقه ليکونو د عملي کولو په باره کې خبرې وکړې چې اندونيزيا ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په وروستي سفرکې لاسليک شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل