امنیت

د راغستان دسرو زرو کان طالبانو ونيوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
د بدخشان ولايت دراغستان دسرو زرو کان د وسله والوطالبانولاسته ورغلى دى.
د بدخشان  ولايت د راغستان ولسوالۍ امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل ؛
وسله والو طالبانو دپراخو بريدونوپه بهيرکې د دغې ولسوالۍ دبيکادر په سيمه کې دسرو زرو دکان په ګډون څو کلي نيولي دي.
ده وويل ؛وسله والو طالبانو له دوو ورځو راپه  دې خوا په دغو سيمو پراخ بريدونه ترسره کړل چې له امله يې دکوليل ، بيکادر او دکان دغونډۍ کلي يې  ونيول .
ده زياته کړه چې دوسله والو  طالبانو ډلې دسرو زرو دکان له نيولو سره  جوخت            د څلويښتو اسکواټرونو په واسطه  دکان دايستلو کار پيل کړ.
د راغستان ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې  ددوى دپرله پسې غوښتنو سره سره دبدخشان دسيمه ييز ادارې له خوا مثبت ځواب نه دى ورکړشوى اوکه  چيرې دغې سيمې ته پاملرنه ونه شي دراغستان ولسوالۍ د سقوط دخطر  امکان شته .
دى وايي چې وسله والوطالبانودراغستان اودکوهستان دولسواليوپه ځينوسيمو واکمني لري که چيرې دولت په دغو سيمو کې عمليات ترسره نه کړي  دغه دوه ولسوالۍ به  دوسله والوطالبانو له خوا به ونيول شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته