امنیت

درې تنه وسله وال طالبان دملي اردو د توپونو په ډزو کې ووژل شول.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
درې تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې د ملي اردو د توپچي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته دکشک کهنه ولسوالۍ د آب باريک په کلي کې بريد وشو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې  دتوپچي ځواکونو په دغه بريدونو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي دملي اردودځواکونوپه دې بريدکې ملکي وګړوته زيان نه دى  اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته