امنیت

طالبانو دوه ملکي وګړي په هلمندکې ووژل

کابل/دليندى ٢٦مه/ باختر
وسله والو طالبانو په هلمندکې په يوه صحرايي محکمه کې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.
يرغلګرو دغه کسان دوه ورځې مخکې له قندهار – کابل لويې لارې څخه تښتولي وو او پرون ناوخته يې د لښکرګاه ښار په ختيځ کې د خلکو د سترګو په وړاندې په ډزو سره ووژل.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې قربانيان په هلمند کې د ملي اردو د يوه سرتېري خپلوان وو.
هغه وويل چې د دغه صحرايي محکمې د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته