ټولنه

محمد صديق افغان: که چيرې ملت د دوزخ په لور لاړ؛ زه هم ځم او که چيرې ملت د جنت په لور لاړ؛ زه هم ځم

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د نړۍ د رياضي فيلسوف او د نړۍ د فلسفي رياضي د تحقيقاتي مرکز رييس محمد صديق افغان وايي چې تر هغه وخته پورې تحصن ته دوام ورکوي چې سترګې يې ړندې شي.
ده چې په دې باب دباختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې ويې ويل: څلويښت ورځې کيږي چې تحصن يې کړى دى؛ په دې موده کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود او د جمهور رييس لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم ورسره کتلي دي .
د نړۍ فيلسوف دغه راز څرګنده کړه: که چيرې ملت د دوزخ په لور لاړ؛ زه هم ځم او که چيرې ملت د جنت په لور لاړ؛ زه هم ځم.
پخوا رسنيو خبر ورکړى و: د امنيت تامينول، د ځانمرګو او چاوديدونکوبريدونو مخنيوى او د شهيدانو کورنيو ته پاملرنه د ده د تحصن له اصلي هدفونه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته