امنیت

دهرات دولايتي شورا دساتوونکوله خوا د ملي امنيت دکارکوونکي دوژنې دڅيړنې پيل.

کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دمرکزي مقاماتو يوجګپوړى هئيت د وروستۍ پيښې دڅيړنې په موخه دهرات ښار ته ورسيد.
دغه هئيت چې مشرتوب يې د لوى څارنوالۍ د عسکري جرمونو د تحقيق د رييس تورنجنرال محمدقايم په غاړه ده ، دهرات له والي محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې اعلام وکړ چې دغه پيښه به په بنسټيز او هر اړ خيز ډول وڅيړي.
ددغه هئيت په ترکيب کې د کورنيو چارو دملي دفاع دوزارتونو د سيمه يزو ارګانونو دخپلواکې ادارې او دملي امنيت دلوى رياست واکمن استازي شامل دي.
دهرات والي ددغې قضيې د څيړنې په خاطر دسيمه يزو ادارو هر راز همکاري اعلام کړه او په همدې حال کې يې دشفافيت په تامينولو او دقانون په تطبيق ټينګار وکړ.
دغه هئيت په داسې حال کې دهرات ولايت ته سفر کوي چې دهرات ښار د مستوفيت چوک په ساحه کې دتيرې دوشنبې په ماښام يوه نښته دهرات ولايت دملي امنيت ديوه کارکوونکي دسخت ټپي کيدو سبب شوه.
سره له دې چې په دې اړوند ضد او نقيضې ادعاګانې شتون لري خو حقيقت موندونکى هئيت هم دولايت دمقام له خوا ددغې پيښې د عواملو د څيړنې په خاطر موظف شوى و.
ټاکل شوې ده دغه هئيت دخپلو څيړنو نتيجې له مرکزي مقاماتوسره شريکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته