کابلباختر دثور١١
په هرات ولايت کې دفوټبال دغوره ليګ د اتلولي سياليو پرون په يوې لو بې سره دوام وکړ.
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې د جامي ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د پوهنې د استقلال پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي چې ټا کل شوې ده پردوام يې نن د کهسان ټيم د اتفاق له ټيم سره لو به و کړي .
ديوبل خبر له مخې، ټاکل شوې ده دلومړى لاس دفو ټبال سيالۍ په نږدې را تلونکې کې په هرات کې پيل شي .
دضيا الحق ضيا دڅرګندونو له مخې، په دغو سياليو کې به د هرات د لومړى لاس لس ټيمو نه سيالۍ و کړي .
0 1 دقیقه لوستل