ټولنه

په پروان کې دسيلاونو له خطر څخه داستوګنې دڅلور سوه کورونو خوندي کيدل

کابل باختر د زمري  اوومه :
دپروان ولايت  دمرکز چاريکارو ښار په مربوطاتو کې داستوګنې څه ناڅه  ٤٠٠ کورونه  دسيلاونو له خطر څخه خوندي شول .
داستوګنې دغه کورونه په ګلبهار ساحه کې دپنجشير  سيند ته څيرمه ديو استنادي ډيوال په جوړولو سره دطبيعي پيښو  دڅيړنيو په چاروکې  ددولت وزارت له خوا دسيلاونو دڅپانده کيدو له خطر څخه خوندي شول .
دباختراژآنس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دطبيعي پيښو  د څيړنو په چارو کې ددولت وزير ويس احمد برمک  ددغه استنادي ډيوال دليدو او هم په سيمه کې ديوه پله  د پرانستلو په وخت کې وويل چې دغه دوه پروژې  ددريو مليونو افغانيو په لګښت  بشپړې شوي دي .
دپروان دولايتي شورا غړې حسيبا عفت  ددغو پروژو  هرکلى وکړ او ويې ويل چې ددغې سيمې اوسيدونکي دسيلاونو له خطرونو څخه خوندي شول .
همدا اوس دپروان ولايت په زيانمنو شويو سيموکې دطبيعي پيښو دڅيړنو په چارو کې ددولت وزارت لس پروژې دتطبيق  په حال کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته