ټولنه

تبصره

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
دمتقاعدو کسانو دنړيوالې ورځې نمانځنه داسې فرصت برابروي چې دهغو کسانو دسوکالۍ په کارکې دچلندونو په باب فکر وکړو چې له ځوانۍ څخه دتقاعد تر فصل پورې يې دخپل عمر زيات کلونه دخلکو او د نظام په خدمت کې تير کړي دي .دباختر آژانس مبصر ليکي: دنړۍ په زياترو هيوادونو کې تقاعد خلکو او نظام ته دخدمت دترسره کولو وروستى فصل بلل کيږي او هغه څوک چې په نظام کې له کلونو کلونو خدمت وروسته متقاعد کيږي که چيرې د ژوندانه کومه ستونزه نه لري دخپل تقاعد دورځې جشن جوړوي خو په بحران ځپلو هيوادونو کې تقاعد له ستونزو او مشکلاتو څخه ډک دوران او په سپين ږيرى توب کې دستونزې پيل دوران دى.
دافغانستان متقاعدين هم په همدې رديف کې شامل دي ځکه په هغو حقوقو سره چې ترلاسه کوي يې نشى کولاى دخپلې کورنۍ ټولې اقتصادي مسئلې حل کړي دا لاڅه کوې چې نورې مسئلې.
په همدې ملحوظ دمناسبتونو نمانځنه له هغو کسانو سره دچلند په څرنګوالي کې دبيا کتنې غوښتنه کوي چې په دغو مناسبتونو کې شامليږي .
د ترلاسه شويو شميرنو له مخې، په هيواد کې څه دپاسه ١٣٠ زره تنه متقاعدين شته.
دغه کسان په زياتو ستونزو او بې حده بيروکراسۍ سره يواځې دومره مياشتني حقوق ترلاسه کوي چې دخپل ماموريت په وروستيو مياشتو کې يې ترلاسه کول.
ددغو کسانو په مياشتنيو حقوقو کې يواځې معاش شامليږي هغه معاش چې نشي کولاى د دوى د اړتياوو ډيره کوچنۍ برخه حل کړي.
نو تقاعد دعمر غوښتنه ده چې متقاعد اشخاص دعمر د زياتوالي له امله په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي. او که چيرې متقاعد په ناروغي  اخته شي، نشي کولاى په هغو حقوقو سره چې ترلاسه کوي يې دځان علاج او درملنه وکړي ، متقاعدينو ته بيمه شتون نه لري.
دوى دمتقاعد د دورې له اجورې پرته بل عايد نه لري په همدې دليل دى چې دولتي کارکوونکي تقاعد مصيبت فکر کوي.
دمتقاعدينو ناوړه اقتصادي حالت زياتره د دې سبب کيږي چې کورنۍ دخپلو بچيانو راتلوونکي ته چې نن ځوانان دي سبا په مسلمه توګه دسپين ږيرو او متقاعدينو له ليکې سره يو ځاى کيږي.
دشک او ترديد په سترګه ګوري او زياتره هغو موسسو او بنسټونو ته مخه کوي چې لوړ معاشونه لري او يا داسې ځاى کې کار وکړي چې په يو ډول نه يو ډول زيات امتيازونه او سوپرسيکل او نور مفاهيم چې زيات اجوره ترلاسه کوي مخه کوي.
په دغه شان حالت کې له ترديد پرته دولتي بنسټونه د هغو افرادو په مرکزونو بدليږي چې يواځې دمعاش په باب فکر کوي . نه دنورو پروګرامونو په باب او نه د ظرفيت  دلوړولو او دنورو او نورو په باب ، په وړاندې شويو دلايلو سره کيداى شي دمتقاعدينو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په پلمه ددغې موضوع په باب فکر وکړو چې څه ډول لارې چارې او چلندونه عملي شي چې دهغو کسانو ناوړه حالت ته پاملرنه وشي چې له ځوانۍ څخه تر سپين ږيرى توب او سپين سرې توب پورې يې يوازې په دولتي نظام کې کار کړى دى او دځوانۍ د دوران په شان دتقاعد حقوق ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته