دهرات ښار/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٥نيټه
دهرات ولايت پوليسو د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکي له ٣١ کيلو ګرامو نشه يي توکو سره ونيوه .
نيول شوى سړى د هرات ولايت اوسيدونکى دى او دغه نشه يي توکي د يوه ټيلري موټر په چت کې په ډير مهارت سره ځاى پرځاى او غوښتل ايران ته يې د قاچاقو ډول ولېږدوي چې دهرات – اسلام قلعه د لويې لارې د پوليسو له خوا ونيول شو.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام دباختر اژانس خبريال ته وويل چې له دغه موټر څخه ٣١ کيلوګرامه شيشه يي او کرستال ډوله نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله