ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني د غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغام

۲۷- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې پوهاند ډاکټر عبدالواسع سلطاني، پوهاند ډاکتر بشیر حلیمي او تکړه خبریاله او ویانده سپوږمۍ میوندي د ورپېښو ناروغیو له امله وفات شوي دي.
دغو د قدر وړ شخصیتونو د هېواد د آبادۍ او پرمختګ او د هېوادوالو د هوساینۍ او سوکالۍ لپاره د خپلو اړوندو مسلکونو یانې طبابت، تدریس او خبریالۍ له لارې اوږده کلونه د قدر وړ خدمتونه وکړل.
سره له دې چې موږ نور د تل لپاره د دغو خواخوږو او خدمتګارو شخصیتونو له خدمتونو څخه محروم شوو او هغوی نور زموږ په منځ کې نشته، خو دوی به د خپلو خدمتونو، کړنو، لاسته راوړنو او غوره شخصیتونو له برکته د هېوادوالو په زړونو او ذهنونو کې وي.
د ارواښاد پوهاند سلطاني، ارواښاد، پوهاند حلیمي او ارواښادې میوندي کورنیو، دوستانو، همکارانو، د افغانستان طبي او رسنیزو ټولنو او ټولو هېوادوالو ته د دوی د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او مرحومینو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته