امنیت

په يو زرو اتلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل  باختردکب دمياشتې  ٧ :
په هلمندولايت کې په يو زرو اتلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته   خبرورکړ.
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دپوليسو منسوبينو دهلمند ولايت دنادعلي اوګرمسير په ولسواليو کې دکرل شويو کوکنارو داړولو په مقصد  يولړ عمليات
ترسره  کړل چې له امله يې   يو زرو اتلس جريبه  ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرگندونوله مخې،ددغو عملياتو په بهيرکې دوسايطو ضددرې  ماينونه چې دمخالفينو له خوا دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ  په  لاره کې ښخ کړى شوي وو هم ترلاسه اوشنډکړى  شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته