ښوونه او روزنه

لابراتواري وسايل او تجهيزات دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي شول .

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
داووه سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت لابراتواري وسايل او تجهيزات چې دنړيوال بانک دشيپ دفتر له خوا دهيواد له پوهنتونونو سره مرسته شوې وه نن ديو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړاي شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، ددغو وسايلو او تجهيزاتو د سپارلو په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد دنړيوال بانک دشيپ دفتر دمرستې له امله دمننې په ترڅ کې  وويل دغه وسايل  چې په نړيوالو معيارونو او په عالي کيفيت سره دهالند له هيوادڅخه پيرودل شوي دي دپرکتيک په برخو کې استادانو اومحصلانو ته دښې مسلکي  زده کړې زمينې  برابروي او دعلمي تحقيقاتو لپاره چې دلوړو زده کړو  دمرکزونو ضروري برخه ده ، اواروي
ده زياته کړه  دلوړو زده کړو وزارت له کاري لومړيتوبونو سره سم دهيواد دپوهنتونونو دلابراتوارونو دسمبالولو پروګرام تر راتلونکي اوونۍ پورې بشپړيږي چې دافغانستان ټول  پوهنتونونه به په پرمختللو او مدرنو لابراتوارونو سمبال شي .
دلوړو زده کړو دوزير دڅرګندونو له مخې، په دغو وسايلو او تجهيزاتو سره به په کابل پوهنتون  ، پولي تخنيک  پوهنتون دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون  او  دننګرهار ، هرات ، قندهار ،بلخ ، تخار ، البيروني  ،خوست ،باميانو او جوزجان  په پوهنتونونوکې پنځه ديرش  لابراتوارونه سمبال شي .
ديادونې وړ ده چې تيره اوونې هم دهيواد دپوهنتونونو يو شمير لابراتوارونو له دغو مرستو څخه ګټه واخسته .  دغه راز دنړيوال بانک دشيپ  دفتر له خوا دلوړو زده کړو له وزارت سره  ددريو موټرونو مرسته وشوه چې له هغو څخه به دمرکز اوولايتونوپه حوزوکې دکانکوردازموينودهئيت دليږدونې په لاره کې کار واخستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته