سیاست

دسترې محکمې رييس دمرکز دنظامي استيناف دمحکمې رياست وکوت .

کابل باختر د مرغومي شلمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم  پرون  دمرکزدنظامي استيناف  دمحکمې  رياست  وکوت  او ددغې  محکمې  له قضايي او اداري  منسوبينو سره يې  غونډه وکړه .
  دسترې محکمې  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ :  په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې  دقضايه قوې  دادارې  دعمومي امريت  سرپرست  ډګر جنرال  نثار احمد او دمرکز دنظامي استيناف محکمې  رييس  ډګر جنرال عبدالحليم  عمادي  ورسره  ملګرتيا کوله  ، لومړى  دنظامي استيناف  محکمې د ديوانونو  رييسانو او ځينو قاضيانو دخپلې  کاري لارې پرسر  دپرتو  خنډونو اوبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې  او ديو لړ پيشنهادونو په وړاندې کولو او دغوښتنو  په طرحه کولو سره يې  ،  دسترې محکمې رييس ته  دنظامي  قضيو دڅيړنې  دحالت  اوبهير په باب  معلومات ورکړل .
  وروسته دسترې محکمې رييس  دنظامي محکمو په ګډون  دمحکمو  دجوړښت  داصلاح  په باب  چې دقضايه قوې  يو ملي لومړيتوب دى  داساسي قانون  او دقضايه قوې  دتشکيل  او صلاحيت  دقانون  دحکمونو په رڼا کې  خبرې وکړې  او څرګنده يې کړه  چې دمحکمو دجوړښت  له ريفورم څخه  دقضايه قوې هدف ،  د تشکيلاتي  انډول او تناسب  رعايتول  او په نړيوالو  ستندردونو  دسيستم  عيارول دي  چې دهغه له مخې  دنظامي قاضيانو  مادي او معنوي حقوق او امتيازات  دپخوا په شان  محفوظ وي  او هغوى  نه يوازي  څه  له لاسه نه ورکوي  بلکې  دښو قضايي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې  هغوى ته  ښه کاري شرايط  او زمينه برابريږي .
  دسترې محکمې رييس دغه راز . ددغې کتنې تر څنګ  دنظامي  استيناف محکمې  دافسرانو اوسرتيرو  د جرمونو  په ديوانونو پورې  ټولې اړوندې څانګې او هم  دقضاياو  دمديريت  په سيستم پورې  اړونده  واحدونه  وکتل .
او دقضيو  دثبت  اوله دغه  سيستم څخه داستفادې  دڅرنګوالي په باب له اړوندو مسوولينو  څخه يولړ پوښتنې وکړې او په هره برخه کې ېې لازمې لارښوونې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته