کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
په بغلان ولايت کې نن يوتنکى ځوان د چړې په ګوزار سره دخپل ملګرې له خوا
ووژل شو.
دپوليسو دمسوولينو دڅرګندونو له مخې : دغه دوه تنه ځوانان نشه و او دخپل منځې جګړې په نتيجه کې يوه يې خپل بل ملګرى دچړې په ګوزارونو سره وواژه.
دپلخمري ښار د دويمې حوزې آمر لومړي څارن محمد خان نظري وايي ،يرغلګر ځوان تښتيدلى دى او دهغه دنيولو لپاره هلې ځلې پيل شوى دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ