سیاست

جمهور رييس غني او د اردن باچا په تيلفوني خبروکې دتروريزم پرخلاف په ګډې مبارزې باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني او داردن باچا دويم ملک عبدالله نن دتيلفون له لارې   خبرې وکړې .،
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دغو تيلفوني خبرو کې  دهيوادجمهور رييس د داعش دډلې  له خوا  داردني ديپلومات  معاذ الکساسبه دسوځولو په خاطر دافغانستان دحکومت  اوخلکو په استازيتوب  دډاډګيرنې او خواخوږي  مراتب  ددغه هيواد باچا ته څرګند کړ .
  جمهور رييس وويل: ما دمونيخ په يو پنځوسم  امنيتي کنفرانس کې په خپلې وينا کې له ډار اچونې سره  دمبارزې په خاطر  دسيمې او نړۍ په کچه  ديو والي او همغږۍ  داړتيا په باب  ټينګار وکړ .
  جمهور رييس غني  څرګنده کړه چې افغانستان  اونور اسلامي هيوادونه  دې ته اړتيا لري چې له تروريزم سره دګډې مبارزې په لاره کې  جدي ګامونه واخلي . او داسلامي هيوادونو عالمان دې بايد داسلام دريښتنې تصوير دمنعکس کولو او له تروريزم سره  داغيزمنې مبارزې په خاطر  يو موټې شي . .
په مقابل کې  داردن باچا  دويم ملک عبدالله  دافغانستان دجمهور رييس دهمدردۍ  دڅرګندونو  له امله  په مننې سره وويل :  زموږ  دټولو دردونه  ګډ دي  اودافغانستان ملت  دبل هر هيواد په نسبت زيات  دتروريزم له پلوه  ځوريدلي دي. او زموږ شرعي اووجداني دنده ده چې له تروريزم سره دمبارزې په کار کې  يو موټې شو .
داردن باچا دتروريزم  په مذمت  کې او له دغې  کرغيړنې پديدې سره  په مبارزه کې  داسلامي نړۍ  دعالمانو ديو موټي توب په خاطر دجمهور رييس غني طرحه  مهمه وبلله او ويې ويل په دې لاره کې به  له تاسو سره  همکار او مرستندوي واوسم .
ددغو تيلفوني خبرو په پاى کې  دهيواد جمهور رييس او داردن باچا موافقه وکړه  چې  له افغانستان څخه يو هيئت دې ډير ژر  ددغو پريکړو  دتعقيبولو او تطبيق په مقصد  اردن ته  سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته