امنیت

د غور والي : په غور کې د نیول شویو سیمو د بیرته نیولولپاره عملیات پیل شوي دي .

فیروز کوه باختر ا غبرګولی ۲
د غور والي غلام ناصر خاضع نن وويل د نیول شویو سیمو دبیرته نیولولپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونوعملیات پیل شوي دي .
د باختر اژانس د خبریال د خبر له مخې، د غورولایت سیمه ییزو مقاماتواو ولایتي شوراګانو وویل : هغه سیمي چې له څوورځو را په دې خوا وسله والو طالبانو نیولي وو ددغو سیمو د بیرته نیولو لپاره نن عملیات پیل شول .
په همدې حال کې د غور والي وایی چې دغه عملیات د هوایی قواو له خوا ملاتړ کیږي او تراوسه پورې په دولینه ولسوالی کې د خواجګان او سلمین سیمې د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاکې شوې دي .
ده وویل تراوسه پورې د دښمن دسر دزیان دقیق شیمر معلوم نه دی او عملیات دوام لري ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته