امنیت

په ننګرهارکې د داعش د ډلې د دريو تنو غړو نيول کيدل

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د داعش د ډلې درې تنه غړي د امنيتي مامورينو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه داعشيان نن سهار کله يې چې غوښتل په اچين ولسوالۍ کې د پوځيانو په عملياتو کې د شاملو ځواکونو له کلابندۍ څخه وتښتي؛ نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه داعشيان د تيښتې په وخت کې د امنيتي مامورينو له خوا په اچين ولسوالۍ کې نيول شوي دي .
ويل کيږي چې له دغو داعشيانو څخه يوه اندازه چنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې پنځه تنه غړي د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پوځيانو په ډزوکې وژل شوي دي.
په دغو داعشيانو نن سهار کله يې چې غوښتل په يوه واټ کې ماين ښخ کړي؛ د پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته