امنیت

وسله والو طالبانو درې تنه ملکي وګړي شهيدان کړل

کابل باختر  دغبرګولي ٢٧ :
وسله والوطالبانو تيره شپه دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې دبار وړونکو وسايطو دوه تنه چلوونکي اويو همکاريې شهيدان کړل.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو  دکابل _ جلال اباد دلويې لارې په سنګ کليمي ساحه کې په تجارتي مالونو بار دوه لاري موټرونه ودرول اوله هغه وروسته يې چې دوه تنه چلوونکي او يو همکاريې شهيدان کړل؛ دوه تنه نور همکاران يې ټپيان کړل او دواړو موټرونو ته يې هم اور واچاوه اوله سيمې څخه وتښتيدل  .
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي ددغې پيښې له امله دخپګان دڅرگندولو په ترڅ کې په دې لويه لاره کې له ميشتو امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د دغې لويې لارې د ښه امنيت په تامينولوکې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته