سیاست

د حامدکرزي بین المللي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د خدمتونو څرنګوالی او اصلاحات وارزول شول

کابل/ دچنګاښ ۳۰مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر له مسوولینو سره د یاد هوایي ډګر د خدمتونو څرنګوالی او په دې اداره کې اصلاحات وارزول.
د جمهوري رياست ويندوی دفترمعلوماتو له مخې؛
دغه غونډه چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر عمومي رئیس جنرال سید عمر صبور په یاد هوایي  ډګر کې خپل اصلاحي راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

د راپور تر اورېدو وروسته جمهوررئیس ټینګار وکړ چې خدمات باید معیاري او د پېرېدونکو ستونزې حل شي. هغه په دې بیانولو سره چې نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي او فساد سره جدي مبارزه وشي وویل، نظم او ډسپلین ته پاملرنه او د هوایي ډګر مسوول بنسټونه تفکیک شي، د متخلفو شرکتونو د غیر قانوني اقداماتو مخه ونیول شي او اضافي ادارې وپېژندل شي.

جمهوررئیس  د حامد کرزي بین المللي هوایي  ډګر نوې رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د هوایي ډګر د ټولو فعالیتونو ارزونه وکړي او خپله اصلاحي طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

په پای کې، جنرال سید عمر صبور جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر اصلاحي برنامه به په هر اړخیز  ډول تطبیق شي.#
============

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته