امنیت

ديحيى خيلو په ورزشي ډګر بريد وغندل شو .

کابل باختر د ليندي دريمه :
دالمپيک ملي کميټې  دبدنې روزنې اوورزش لوى رياست او دهيواد دواليبال  فدراسيون په پکتيکا ولايت کې دواليبال  دلوبې په بهير کې  ځانمرګي بريد وغانده .
دهغه ځانمرګي بريد له امله چې دپکتيکا ولايت ديحيى  خيلو ولسوالۍ په يوه ورزشي ډګر کې  وشو  دورزشکارانو په ګډون  اووه پنځوس تنه شهيد  او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
دغومرکزونو باختر اژانس ته دجلا جلا پيغامونو په ليږلو سره څرګنده کړې ده دواليبال په ډګر ځانمرګي بريد چې دورزشکارانو او ديوزيات شمير ننداره کوونکو دشهادت سبب شو دهيواد  ورزشي ټولنه  يې  سخته خواشينى کړې ده .
په دغو پيغامونوکې  له امنيتي مرکزونو څخه غوښتل  شوي دي چې ددغې خونړي پيښې دعاملينو په پيژندلو او نيولو اقدام وکړي
دغه راز په دغو پيغامونوکې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس  جنت ، ټپيانو ته دسملاسي  روغتيا او دشهيدانو  کورنيو او پاتې کسانو  او ورزشي ټولنې ته دجميل صبر هيله شوې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته