ورزش

د هېواد د فوټبال د ملي ټيم د غړو نومونه اعلام شول

کابل/باختر/ د زمري٣٠مه
په قطرکې د ٢٠٢٢ م کال د نړيوال جام په مقدماتي سياليوکې د ګډون لپاره، د هېواد د فوټبال د ملي ټيم د ٢٣ لوبغاړو نومونه اعلام شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: ټاکل شوې ده افغانستان په قطرکې د ٢٠٢٢ م کال د نړيوال جام په مقدماتي سياليوکې خپله لومړۍ لوبه د تلې په ١٤مه د قطر له ټيم سره ترسره کړي.
د هېواد د فوټبال د ملي ټيم سرښوونکي انوش دستګير، د قطر له ټيم سره د لوبې د ترسره کولو او ښه چمتووالي لپاره د ٢٣ لوبغاړو نومونه اعلام کړل.
د هغه د څرګندونوله مخې: يوشمېر لوبغاړو د مصدوميت او د ورزشي کلپ د نه لرلو په دليل ملي ټيم ته نه دي رابلل شوي.
ختم-سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته