امنیت

دبدخشان اوسيدونکو دسيمه ئيز حکومت په وړاندې مظاهره وکړه .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دبدخشان ولايت  دجرم اويمګان ولسواليو يو شمير اوسيدونکو نن ددغه ولايت دسيمه ئيزو مقاماتو پرخلاف مظاهره وکړه .
دغومظاهره کوونکو په سيمه ييزو  مقاماتو ددغه ولايت ديمګان ولسوالۍ  په وروستي  پيښه کې په بې کفايتي  او داجرااتو په کمزورتيا  تور ولګاوه .
دبدخشان ولايت ديمګان ولسوالۍ  تيره اوونۍ دوسله والو طالبانو په لاس کې ولويده چې دامنيتي ځواکونو شپږ تنه سرتيري  پکې شهيدان شول خو ديمګان  ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې دهغې ولسوالۍ  په مرکز  دطالبانو په بريد کې ددوى شل تنه خپلوان شهيدان شوي دي
دغومظاهره کوونکو چې شمير يې  څه دپاسه دوه سوه تنو ته رسيده دبدخشان په مرکز فيض اباد کې په امنيه قوماندان  او ددغه ولايت دوالي پرضد شعارونه  ورکول او دغه مقامات  يې ديمګان په ولسوالۍ کې دطالبانو تر کلابندي لاندې سرتيرو ته دمرستې رسولو په بهير کې په بې پروايي  تورن کړل خو دبدخشان سيمه ئيزو مقاماتو ديمګان ولسوالۍ ته دمرستندوى ځواکونوپه استولو کې دځنډ دليل  دهغې ولسوالۍ دلارو سختوالي او ناوړه جوى حالت وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته