امنیت

د یوې پولیسې مړی په غزني کې پيدا شو

کابل / د زمري ۵ مه / باختر
د یوې پولیسې مړی پرون له غرمې وروسته د غزني د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وموندل شو.
د پولیسو دغه کارکوونکې فاطمه نومیده او څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو هغې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتولې وه.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وویل چې د دوو کسانو مړي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې موندل شوي دي چې یو یې فاطمه د غزني د جاغوریو ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې د کورنیو چارو وزارت کار کوونکې وه.
جمعه زاده وویل چې دواړه مړي د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د دویم مړي په اړه څه و نه ویل.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته