نړۍ

د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې يوولس تنه ووژل شول

پيښور – دى دان – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې په داتاخيلو ناحيه کې د بم په چاودنه کې څلور تنه پاکستاني عسکر ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
د پاکستاني پوځيانو يو موټر د ګزمې په وخت کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې ٤ تنه عسکر ووژل شول.
له دغې پيښې وروسته دغو ځواکونو د پلټنې په عملياتو لاس پورې کړ او له ياغيانو سره يې نښته وکړه چې له امله يې ٧ تنه ياغيان ووژل شول.
پاکستاني پوځيانو په داتاخيلوکې له يو لړهوايي بريدونو وروسته ځمکني عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته