کابل باختر د وري دمياشتې ٥ :
دپروان ولايت دکوه صافي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوشمېر خلکو ترمنځ شخړه تېره شپه د پنځو تنو د ټپي کيدو سبب شوه .
دکوه صافي ولسوال سيف الله بيدار دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شخړه دکوه صافي ولسوالۍ د پاکستانک ساحې د اوسيدونکو ترمنځ په ساحه کې د سيلاوو د تګلوري دبدلولو په خاطر رامنځته شوه چې له امله يې له دواړو لورو څخه پنځه تنه ټپيان شول.
دکوه صافي ولسوال وويل چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د پروان د والي له خوا د پيښې د څيړنې لپاره يو هيئت ساحې ته استول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ