امنیت

پنځلس تنه په هلمند کې د جنايي جرمونوپه تور ونيول شول

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
پنځلس تنه  په هلمند ولايت  کې  د جنايي جرمونوپه تور ونيول شول
دغه کسان  د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې له لښکرګاه ښار او د هلمند له يوشمېر ولسواليو څخه  د عملياتو او د موټرو د پلتڼې په  وخت کې  ونيول شول
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په نيول شويو کسانو د غلا، وژنې،انسان تښتونې اود نشه يي توکو د قاچاقو تورلګول شوى دى.
پوليس وايي د تورنوکسانو دوسيې  په نږدې راتلونکې کې عدلي اوقضايي بنسټونوته سپارل کېږي.
  ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته