امنیت

په ننګرهارکې د پوځيانو په نويو بريدونوکې د اوولسو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري  اتمه  :
د داعش د ډلې  ١٧ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دتيرې شپې په نويو بريدونوکې  ١٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د دوى په  سنګرونو په تېره بيا د دُربابا ،  بټي کوټ ،  اچين او د خوږياڼيو ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو  بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغو ډيپوګانې د کوټ او اچين په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيو کې ساتل کيدل .
په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_شکريه  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته