خبرونهورزش

په تخار کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې 

کابل، د لېندۍ لومړۍ ، باختر

د تخار د وزلوبې فدراسیون مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د وزلوبې شپږم پړاو پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

 د مسوولینو په خبره، دغه سیالۍ د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د ٨٠ چاپاندازانو ترمنځ د تخار ولایت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې ترسره شوې، چې په کې پهلوان ذبيح له کندز، پهلوان غلام له بدخشان، پهلوان رضا، پهلوان صبغت، پهلوان شبير او پهلوان سميع الله د تخار ولايت څخه د دغو سياليو غوره لوبغاړي وپېژندل شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې غوره چاپاندازانو او اتلانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته